د ډونلډ ټرمپ په يوه شپه کښې دايران دتباه کولو دهمکي
واشنګټن( ميډيا رپورټ) دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې ايران په يوه شپه کښې هم ختميدے شي اؤ دا شپه د نهې شپه هم کيدے شي، پۀ واشنګټن کښې يو پريس کانفرنس ته په وينا کښې دامريکې صدر ووئيل چې امريکې تيره ورځ دتاريخ ترټولو لوئې اؤ اهم ريسکيو مشن پاې ته ورسولو، مونږ دايران نه پائيلټ دورځې په رڼا کښې راوويستلو، امريکائي صدر ووئيل چې په ايران کښې دمشن په دوران دامريکې فوجيان دانتهائي نزدې دډزو سره هم مخ شويدي، ډونلډ ټرمپ ووئيل چې وړومبي ريسکيو اپريشن کښې ٢١ جنګي طيارو برخه واخسته، په ايران کښې په دويم اپريشن کښې ١٥٥ طيارو برخه واخسته، په دې ١٥٥ طيارو کښې څلور بمبار طيارې،٦٤ فائټر طيارې، ٤٨ ري فيولنګ ټينکرز اؤ ١٣ ريسکيو ائيرکرافټ شامل وو، ما دامريکې فوج ته داپريشن کولو حکم کړے ؤ، دپائيلټ دلټون لپاره زمونږ طيارې ايران ته دننه تللي دي، دۀ ووئيل چې اپريشن ډير ښۀ ؤ، ريسکيو اپريشن کښې يو اهلکار هم نۀ دے ژوبل شوے، ټرمپ ووئيل چې مونږ تيره ورځ په مشن کښې هيلي کاپټرې هم استعمال کړيدي، د جديدو امريکائي هيلي کاپټرو کارکردګي ډيره ښه وه، امريکائي صدر ووئيل چې چارواکي دهاغه شخص لټون کوي چې دوړومبي پائيلټ دبازيابۍ نه پس ئې ميډيا ته دا معلومات ليک کړل چې يو دويم پائيلټ هم په ايران کښې نښتے دے، دټرمپ ترمخه ددې رپورټ نه وړاندې ايران ته ددويم پائيلټ علم نۀ ؤ، خو دخبر مخې ته راتللو سره سم دامريکې ريسکيو اپريشن لا مشکل شو، دۀ ووئيل چې کومې ادارې هم دا رپورټ شائع کړے، امريکائي چارواکي دې دهاغه ميډيا ادارې نه دليک کيدو پيژندګلو طلب کړي، ګنې دويم صورت کښې به ئې په ضد قانوني کارروائي کولے شي، ټرمپ ووئيل چې مونږ دخبر ليک کوونکي دلټون کولو لپاره ښه کوشش کوو، مونږ يقين لرو چې مونږ به هغه ولټوو، ځکه چې مونږ به دغه ميډيا کمپنۍ له ورځو اؤ ورته به وايو چې دا دقومي سلامتۍ معامله ده، معلومات راکړئ يا جيل ته لاړ شئ. دۀ ووئيل چې ورته په ايران کښې داولسي انفراسټرکچر دپه نخښه کولو په اړه په اندېښنو هيڅ فکر نشته، دۀ ووئيل چې ايران به جنګ بندي کول غواړي ځکه چې ددوي خاتمه کيږي، دتنازعې ختمولو لپاره مو ايران ته ګڼې موقعې ورکړې چې هغوي مسترد کړې، دۀ ووئيل چې دايران سره په خبرو کښې اسټيووټکوف، جيرډ کُشنر اؤ جے ډي وينس هم شامل دي، مونږ درجيم بدلون کړے اؤ اوس هلته اعتدال پسند خلق دي، ټرمپ ووئيل کوم امريکائي وګړي چې دجنګ مخالفت کوي، هغوي بې وقوف دي، دۀ ووئيل اميد دے چې دايران جنګ به زر ختم شي، مونږ اوس دهلته نه راوتلے شو خو زۀ دا ختمول غواړم، دايران ورکړے شوي تجويزونه اهم دي خو ډير ښه نۀ دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0