په ايران داسرائيلو اؤ امريکې حملې، نور اووۀ کسان پحق ورسيدل
تل ابيب، تهران( ميډيا رپورټ) دايران فوج دګل په ورځ اعلان کړے دے چې هغوي دايران دارالحکومت تهران کښې اهداف په نخښه کوي، هم په دې دوران دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې دامريکې اؤ ايران ترمينځ خبرې شويدي اؤ په دې بنياد هغه دايران پاور پلانټس اؤ توانايۍ په ډهانچه حملې پينځوو ورځو لپاره ودروي، خبري ادارې رائترز وئيلي دتهران مشرقي علاقو کښې دزورداره چاؤدنو غږونه اوريدل شويد، تبريز ښار کښې په کورونو دحملو په وجه کم از کم شپږ کسان پحق رسيدلي دي، صوبه مشرقي اذربائيجان چارواکو وئيلي هلته دوه خونړۍ حلمې شويدي، دالجزيره ترمخه خرم اباد کښې دفضائي حملې په نتيجه کښې يو عمارت په مکمله توګه تباه شوے دے چې پکښې ګڼ کسان ژوبل شوي اؤ يوه ماشوم پحق رسيدلې ده. شمال مغربي ښار اروميه کښې هم داستوګنې يوه وداني په نخښه کړے شوې ده.بلخوا بندر عباس کښې پۀ ايراني سرکاري ريډيو سټيشن دحملې په نتيجه کښې يو تن پحق رسيدلے اؤ يو ژوبل شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0