امريکا او اسرائيل ته په ايران کښې سخت شکست ورکړے شو،روس
ماسکو( ميډيا رپورټ) د روس د بهرنيو چارو وزارت لويه دعوه کړې ده چې امريکا او اسرائيل ته په ايران کښې سخته ماتې" ورکړل شوې، د روس د بهرنيو چارو وزارت د امريکا او اسرائيلو له خوا د ايران خلاف کارروائيو باندې سخت ردعمل ښودلے او دا ئې "لويه ماتې" ګرځولې ده، او په بيړني ډول ئې د سفارتي حل غوښتنه کړې ده۔ د روس د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا په خپل بيان کښې ووئيل چې امريکا او اسرائيلو د فرورۍ په 28مه نېټه د ايران خلاف يو طرفه، جارحانه او بې له څه سبب نه حمله پيل کړه، چې نتيجه يې يوه بده او سخته ماتې راووتله۔ هغې د روسي راډيو سپوټنيک سره خبرو کښې وويل چې روس له شروع نه دا خبره واضحه کړې وه چې د دې شخړې هېڅ پوځي حل نشته او په سيمه کښې د طاقت په زور امن راوستل ناکامه تګلاره ده۔ د هغې په وينا، دا ډول ګامونه سيمه کښې نور هم بې ثباتي پيدا کوي۔ ماريا زاخارووا ټينګار وکړو چې د حالاتو د کنټرول لپاره دې سمدستي يو رښتينی سياسي او سفارتي عمل پيل کړل شي۔ هغې وويل چې يوازې د مذاکراتو له لارې دا شخړه په دوامداره توګه حل کېدے شي، چې پکښې د ټولو فریقونو دريځ ته سنجيده پاملرنه وشي۔ د روسي چارواکو له دې بيان وروسته، د منځني ختيز په حالاتو نړيواله کچه نوې بحثونه شروع شوي دي، چې پکښې مختلف هېوادونه د اوربند او مذاکراتو له لارې د کشېدګۍ کمولو هڅې کوي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0