خيبر پښتونخوا کښې د بارانونو له امله 47 كسان مړۀ

Apr 9, 2026 - 00:59
 0  2
خيبر پښتونخوا کښې د بارانونو له امله 47 كسان  مړۀ

 د خېبر پښتونخوا پي ډي ايم اے د 25 مارچ نه تر دې  وخته  د بارانونو له امله د صوبې په مختلفو   علاقو کښې  د ځاني او مالي زيانونو په اړه رپورټ  جاري كړے دے

 ۔د پي ډي ايم اے خيبر پښتونخوا تر مخه صوبه كښې د 25 مارچ نه د روانونو بارانونو له امله تر دې دمه په مجموعي توګه 47 كسان په   مړۀ شوي  او 117 كسان ژوبل شوي دي

درپورټ ترمخه ۔په  مړو شوو  كښې 27 ماشومان ، 13 سړي او 7 مېرمنې ٬ دغسې په ژوبل شوو كښې 45 سړي ، 21 مېرمنې او 51 ماشومان شامل دي

رپورټ کښې وئيل شويدي چې  ۔د بارانونو له امله تر اوسني راپور په مجموعي توګه 652 كورونو ته زيان رسېدلے چې پكښې 554 ته په جزوي توګه او 98 كورونه په مکمل توګه تباه  شوي دي ۔

دبارانونو په وجه دغه   پيښې   بنو , ايبټ اباد، مردان، باجوړ ، هنګو، مومند، کوهاټ، شمالي وزيرستان، پيښور ، خيبر، نوښار، ډيرہ اسماعيل خان، کرم، لکي مروت، شانګله، بټګرام، كوز کوهستان، مانسهرہ، تورغر، سوات، ېره دير، چارسدہ، بونير، مالاکنډ، كوز دير، اورکزئۍ ، جنوبي وزيرستان او ټانک كښې رامخې ته شوي دي ۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي