دوزيراعظم دپيټرولو نرخ کښې دليټر پسر داتيا روپو دکمي اعلان، نوے نرخ 378روپۍ مقرر
اسلام اباد( وحدت خبر) وزيراعرم شهبازشريف وئيلي دي چې په سيمه کښې دتيلو قيمتونه داسمان سره خبرې کوي، دعام تن لپاره نوي چيلنجونه مخې ته راغلي، وزيراعظم قوم ته په وينا کښې ووييل قومي وسائيل محدود دي، نن په عالمي منډيو کښې قيمتونو کښې زياته اضافه شوې ده، ګرانۍ ددنيا دطاقتورو معيشتونو ملا ماته کړې ده. دۀ ووئيل چې پبلک ټرانسپورټ بسونو ته به دمياشتې يو لک روپۍ سبسډي ورکولے شي. وړو کرونده ګرو ته به پينځلس سوه روپۍ دايکړ په سر سبسډي ورکولے شي،موټرسائيکلو ته به ديو ليټر پسر سل روپۍ سبسډي ورکولے شي، دپيټرولو په ليو کښې په فوري توګه د٨٠ روپو دکمي اعلان کووم، دپيټرولو نوے قيمت 378 روپو کولو اعلان کووم، دۀ ووئيل چې په سيمه کښې دې جنګ زر تر زره بند اؤ امن دې قائم کړے شي، وړو ټرکونو ته به ٧٠ زره اؤ لويو ټرکونو ته به ٨٠ زره روپۍ دمياشتې سبسډي ورکولے شي. مال برداره ګاډو ته به دسپورټ کولو لپاره سل روپۍ في ليټر حساب سره سبسډي ورکولے شي، دريلوے اکانومي کلاس کرايه کښې به اضافه نۀ شي کولے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0