پاکستان دنړيوالې توجو مرکز، دايران اؤ امريکېترمينځ امن مذاکرات اسلام اباد کښې کيږي
اسلام اباد( وحدت خبر) په اسلام اباد کښې دايران اؤ امريکې ترمينځ دجنګ بندۍ په اړه داهمو مذاکراتو وړومبے پړاؤ نن کيږي، ددواړو ملکونو اعلي چارواکي نن وفاقي دارالحکومت ته رارسيږي.دذريعو وينا ده دخبرو اترو په وړومبي پړاؤ کښې به دايران اؤ امريکې چارواکي شرکت کوي اؤ سبا دترسره کيدونکي ملاقات ايجنډا به ټاکي
چارواکووئيلي مذاکرات به يو محفوظ، خفيه مقام دميډيا دلاسرسي نه لرې ترسره کيږي، دامريکې، ايران چارواکو دمخ په مخ ملاقات کيدو امکان هم نۀ دے مسترد کړے.
په مذاکراتو کښې به وزيراعظم شهبازشريف، نائب وزيراعظم اسحاق ډار شريکيږي، دا مذاکرات په سيمه کښې دامن لپاره يو لوئې سفارتي پرمختګ ګرځولے شي.
دامريکائي وفد قيادت به نائب صدر جے ډي وينس کوي، په وفد کښې به اسټيو وټکوف اؤ جيرډ کشنر هم شامل وي، دايراني وفد مشري به خارجه وزير عباس عراقچي اؤ اسپيکر باقر قاليباف کوي.
ذريعو وئيلي په دې مذاکراتو کښې به دتاؤتريخوالي خاتمې، جنګ بندۍ خدوخال اؤ اعتماز سازۍ په اقداماتو غور کولے شي، پاکستان ددې مذاکراتو کوربتوب کولو سره دفريقينو يو بل ته نزدې راوستلو کښې اهم کردارادا کوي.
دسفارتي حلقو وينا ده دا مذاکرات نۀ صرف دايران اؤ امريکې ترمينځ تعلقاتو معمول ته راوستلو لپاره لاره هوارولے شي بلکې په مينځني ختيز کښې به دپراخه استحکام لپاره هم اهم ثابت شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0