ډرون حمله کښې دماشومانو په شهادت شمالي وزيرستان کښې دهرنا جاري

دماشومانو په شهادت شمالي وزيرستان کښې دهرنا جاري ده ، په دې دوران سړکونه بند دي. دميرعلي کينټ مخې ته په دويمه ورځ هم دهرنا روانه ده چې پکښې اولس دشهيد شوو ماشومانو دمړو سره دهرنا ورکړې ده، په زرګونو خلقو په دې دهرنا کښې ګډون کړے دے.
دذريعو وينا ده چې ددهرنې په وجه دټولې ضلعې سړکونه دټريفک لپاره بند کړے شويدي، دضلعي انتظاميې لخوا موقف اختيار کړے شوے چې دصورتحال اؤ مطالبو په اړه جرګه روانه ده.
دډان اخبار ترمخه مقامي خلقواؤ قبآئيلو دا پېښه دحکومت ناکامي ګرځولې ده اؤ وئيلي ئې دي چې شمالي وزيرستان يو ځل بيا په نخښه کولے شي.
هغوي ددې پېښې دتحقيقاتو لپاره ديو بې طرفه کميشن په سمدستي توګه دجوړولو غوښتنه کړې ده اؤ زياته کړې ئې ده چې دهرنا به تر هغې جاري وي ترڅو چې هغوي په دې تحقيقاتو مطمئين شوي نۀ وي.
دمقامي خلقو وينا ده چې دميرعلي تحصيل په هرمز کلي کښې په ترسره شوې ډرون حمله کښې ديوې کورنۍ درې ماشومان شهيدان شويدي اؤ يو شمير زنانه هم ژوبل شويدي.
What's Your Reaction?






