چارسده کښې دزنانه ؤ په تنازعه ډزې، څلور تنه قتل
چارسده( وحدت خبر) پۀ چارسده کښې په ډزو درې تنه قتل کړے شويدي، دريسکيو ذريعو ترمخه دچارسدې تحصيل شبقدر علاقې بتګرام کښې دډزو پېښه شوې ده، دپېښې وروسته سيمې ته دريسکيو شبقدر ايمبولينس په فوري توګه رسيدلے اؤ مړي ئې هسپتال ته منتقل کړيدي، دريسکيو ذريعو ترمخه وژل شوو کښې اياز، پرويز، عنايت اؤ ذاکر نومې کسان شامل دي،ريسکيو ذريعو وئيلي چې يو ژوبل شوے تن په تشويشناک حالت کښې ټي ايچ کيو شبقدر ته منتقل کړې شوے دے،خو وروسته هغه دنور علاج لپاره پېښور ته منتقل کړے شوے دے، ددوه ډلو ترمينځ دډزو پېښه شوې ده. دپېښې نه پس سيمې ته دپوليسو درنه نفري رسيدلې اؤ علاقه ئې په ګيره کښې اخستې ده. دملزمانو ګرفتارۍ لپاره په مختلفو مقاماتو چهاپې وهل کيږي. وژل شوو کښې پلار اؤ زوې هم شامل دي. پېښه دزنانه ؤ په تنازعه شوې ده. دشبقدر علاقې الداد خيل مسجد کښې دتراويح دلمونځ په دوران دغه پېښه شوې ده. په مسجد کښې دموجودو کسانو مخې ته ناڅاپي ډزې شروع شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0