کوهاټ کښې دهندي حملې خلاف احتجاج

کوهاټ ( نعمت الله خان )
په کوهاټ کې د واپډا محمکې د ملازمينو اتحادیې کارکوونکو د انډيا بريد پرضد لاريون وکړ او د خپل هېواد پاکستان پوځ د هر ډول ملاتړ او ورسره يووالی يې وښوده.
د دغه لاريون مشري د اتحاديې صوبايي مشر يونس شاه کوله د لاريون پر مهال کوهاټ پرېس کلب مخکې ته په وينا کې د انډيا لخوا بريدونه په کلکه توګه وغندل شول او د پاک - پوځ د هر ډول ملاتړ بشپړ اعلان وکړ.
ملازمينو وينا وه، چې پاکستان به ډېر زر خپل غچ اخلي او د کشمير سيمه به د انډيا ولکې ته نه پرېښودل کېږي.
دوی زياته کړه، چمتو دي چې د انډيا پرضد هره ډول قرباني ورکړي او د پاکستان پوځ به په هر ډګر ملاتړ کوي.
What's Your Reaction?






