نوښار، دسپي چيچلو دويکسينو نۀ ترلاسه کيدو له امله دليونو سپو خوړلي شپږ کلن ماشوم ساه ورکړه

Feb 26, 2026 - 01:58
 0  4
نوښار، دسپي چيچلو دويکسينو نۀ ترلاسه کيدو له امله دليونو سپو خوړلي شپږ کلن ماشوم ساه ورکړه

 نوښار( وحدت خبريال) دنوښار  دصحت صوبائي وزير  دکلي  شپم کلن معصوم بچي  ساحل دسپي دچيچل کيدو  وروسته دويکسينو په وخت دنۀ ترلاسه کيدو په سبب  خپل ژوند بائيللے دے.  شپږ کلن ساحل سکول نه کور ته روان ؤ چې  ليونو سپو هغه  وچيچلو، دکور خلق ماشوم ساحل تشويشناح حالت کښې ميا راشد ميموريل هسپتال پبو اؤ ليډي ريډنګ هسپتال پېښور ته منتقل کړو، دساحل دنيکۀ تلاوت خان ترمخه  دساحل خوب اؤ لوږه ختمه شوې وه اؤ هغه  به داوبو نه مسلسل ويريدو اؤ ژړا به ئې کوله. ددې خطرناکې بيمارۍ نه پس  دليډي ريډنګ هسپتال ډاکټرانو  پوره خاندان ته دسپي چيچلو دويکسينو لګولو وينا وکړه خو دپبو هسپتال کښې دسپي چيچلو ويکسين موجود نۀ وو، اؤ ډاکټرانو مونږ ته دبازار نه دويکسينو راوړلو وينا وکړه چې ډير ګران وو اؤ مونږ غريب خلق يو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي