داسرائيلو لخوا دګيس دلوئې فيلډ ويشتل کيدو وروسته ايران دقطر دانرژۍ مرکز ويشتلى،سعودي عرب ئې په هدف کړے

Mar 19, 2026 - 04:38
 0  1
داسرائيلو لخوا دګيس دلوئې فيلډ ويشتل کيدو وروسته ايران دقطر دانرژۍ مرکز ويشتلى،سعودي عرب ئې  په هدف کړے

دوبۍ،بيروت، د مارچ ۱۸ (رويټرز) د ايران د پارس لوي ګيس ميدان د چهارشنبې په ورځ د امريکا او اسراييل تر منځ جګړې په نوې کچه کې هدف وګرځول شو، چې د تيلو نړيوال قيمتونه يې لوړه کړل. په ځواب کې تهران د قطر پر انرژۍ مرکزونو بريد وکړو  او سعودي عربستان  لوري ته ئې هم توغندي  ليږلي، وروسته له دې چې ژمنه يې وکړه چې د خليج د ټولو تيلو او ګيس  اهداف په نخښه کړي.

د قطر دولتي تيلو شرکت  قطري انرژۍ وويل چې د راس لفان صنعتي ښار په ايراني توغنديو بريد کې "غټ زيان" شوےدے. سعودي عربستان وويل چې دوي څلور باليسټيک توغندي چې د رياض پر لور لېږل شوي وو شنډ کړي او د هيواد په ختيځ کښې د يوې ګيس فابريکې په لور د ډرون بريد هڅه يې هم ناکامه کړې ده.

د دې جګړې له کبله د نړۍ د انرژۍ د رسولو بې ساري ګډوډے نور هم ژور شوے، چې د امريکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ په سياسي موقف باندې فشار زياتوي. په متحده ايالاتو کې د ډيزلو قيمتونه د ۲۰۲۲ کال د انفلاسيون وروسته په  لومړي ځل د ګيلن په سر له ۵ ډالرو لوړ شول.

 په واشنګټن کې د امريکا د جاسوسۍ مشر ټلسي ګبارډ کانګرس ته وويل چې د جګړې له پيل راهيسې د ايران حکومت تر يوه حده کمزورے شوے، خو بيا هم فعال دے او کولے شي د امريکا او د هغې د متحدينو ګټو ته په منځني ختيز کښې زيان ورسوي.

د پارس ميدان د نړۍ تر ټولو لوي طبيعي ګيس زېرمې د ايران برخه ده چې قطر سره يې شريکوي. اسراييل د دې بريد مسؤليت په پراخه توګه منلے، که څه هم دواړه هېوادونو د سمدستي مسؤوليت اعتراف نه دے کړے. د ايران فارس خبري اژانس راپور ورکړو چې د ګيس ټانکونه او د يوه رافينري برخې هدف شوي، خو کارکوونکي يې وتلي او وروسته اور کنټرول شو.

قطر، چې د امريکا يو نږدې متحد دے او د امريکا تر ټولو لوئې هوايي اډه پکښې ده، بريد اسراييل ته نسبت ورکړو او دا يې د نړيوالې انرژۍ لپاره "خطرناک او غير مسؤلانه" وباله. متحده عربي اماراتو هم دغه بريد وغنده.

ايران د سيمې يو شمېر مهمو تيلو او ګيس  تاسيساتو نومونه ياد کړي چې د دوي په وينا يې "مستقيم او مشروع اهداف" ديد سعودي سامرف رافينري او جبيل پترو کيميکل کمپلکس، د متحده عربي اماراتو ال حصن ګاز ميدان، او د قطر ميسايد پترو کيميکل کمپلکس، ميسايد هولډينګ کمپنۍ او راس لفان. ايران ويلي چې بايد دا ځايونه سمدستي خالي کړل شي مخکښې له دې چې بريد پرې وشي.

 

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي