داسرائيلو په ديمونا اؤ عراد ښار دايران خطرناکې ميزائيلې حملې،160ژوبل
تهران(ميډيا رپورټ) ايران داسرائيلو په ديمونا اؤ عراد ښار کښې خطرناکې ميزائيلي حملې کړيدي چې په نتيجه کښې ئې د 160 ؤ نه زيات اسرائيليان ژوبل شويدي، دايراني فوج وينا ده چې کۀ چرې ددوي پاور پلانټس په نخښه کړے شول نو په مينځني ختيز کښې به دامريکې اؤ اسرائيلو سره تړلي ټول د توانايۍ تنصيبات په نخښه کړي، ايراني چارواکو وئيلي دتهران په فضاء کښې يو امريکائي اسرائيلي ډرون ويشتلے، پاسداران انقلاب وئيلي دي چې يو اسرائيلي جنګي طياره ئې هم رانسکوره کړې ده. خو اسرائيلو ئې تصديق نۀ دے کړے. دايراني فوج ترمخه طياره دمکې نه فضاء کښې دوار کوونکي ميزائيل دلارې په نخښه کړے شوې ده. دايران دجوهري ادارې ترمخه په نطنز کښې جوهري تنصيبات امريکې اؤاسرائيلو په نخښه کړيدي. دايران دصحت وزارت ترمخه دجنګ د اغاز نه تراوسه د١٥٠٠ؤ نه زيات ايرانيان پحق رسيدلي اؤ د٢٠ؤ زرو نه زيات ژوبل شويدي، په ګڼ شمير کښې هسپتالونه هم خالي کړے شويدي، دلکونو په شمير کښې ايرانيان بې کوره شوي هم دي. اخوا سعودي عرب هم دلسګونو ايراني ډرونز درانسکورودعوه کړې ده.
دنړيوالې ميډيا رپورټ ترمخه د دخالي په ماښام د بيلسټيک ميزائيلونو يو د لګېدو وروسته، په عراد کښې 84 کسان او په ديمونا کښې د 78 نورو کسانو علاج روان دے.
د ايټمي توان نړيواله اداره (ائي اے اي اے) وينا ده چې دوي د ديمونا خواوشا 13 کيلوميټره لرې د ايټمي څېړنې تاسيساتو ته د کوم زيان په حقله معلومات نه لري.
د ايران سرکاري ټي وي ددې نه وړاندې وئيلي وو چې حملې دخالي په ورځ د ايران پۀ نطنز ايټمي تاسيساتو د حملې په ځواب کښې وې
بلخوا اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو دايران دجوابي حملو نه پريشان دے اؤ په يو بيان کښې ئې وئيلي دي چې داسرائيلو لپاره يو انتهائي مشکل ماښام دے، نيتن ياهو وئيلي دانتهائي مشکل ماښام باوجود به هم په دشمنانو حملې جاري ساتو، دا زمونږ دمستقبل جنګ دے.،
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0