دمريم نواز دپنجاب ټولو ښارونو کښې دچليدونکي پبلک ټرانسپورټ دمفت کولو اعلان
لاهور( وحدت خبر) پنجاب وزيراعلى مريم نواز دپنجاب ټولو ښارونو کښې دچليدونکي پبلک ټرانسپورټ دمفت کولو اعلان کړے دے. دوزيراعظم شهبازشريف دقومي بچت اؤ کفايت شعارۍ جامع پروګرام باندې پنجاب کښې پراخه عمل درامد شروع کړے شوے دے. اورنج لا ئن ټرين، ميټرو بس سروس، سپيډو بس اؤ ګرين اليکټرو بس کښې به دسفر په دوران خلق ټکټ نۀ اخلي دپنجاب دوزيراعلى کرونده ګرو ته په في ايکړ في ليټر ډيزلو د١٠٠ؤ روپو سبسډۍ ورکولو اعلان کړےدے. وزيراعلى مريوم نواز شريف زراعت، خوراک اؤ دکرونده ګرو تحفظ لپاره دنغد رقم ورکولو فيصله هم کړې ده. موټرسائيکل سورو ته دسبسډۍ ورکولو فيصله شوې ده، همدغه شان هر رجسټرډ بائيک والا ته به په ٢٠ ليټره سل روپۍ في ليټر سبسډي ورکولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0