اسرائيلي فوج په ايران 15000 بمونه غورځولي،داسرائيلي فوج مشر اؤ ددفاع وزير

Mar 25, 2026 - 17:04
 0  6
اسرائيلي فوج په ايران 15000 بمونه غورځولي،داسرائيلي فوج مشر اؤ ددفاع وزير

تل ابيب( ميډيا رپورټ) داسرائيلي اخبار يروشلم پوسټ ترمخه دشورو په ورځ داسرائيلو ددفاع وزير کاټز اؤ داسرائيلي فوج( ائي ډي ايف) چيف اف اسټاف ليفټننټ جنرل ايال زامير  تصديق کړے دے چې د٢٨مې فرورۍ نه شروع شوي جنګ نه پس ائي ډي ايف په ايران ١٥ زره بمونه غورځولي دي. ديو بيان ترمخه دغورځول شوو بمونو شمير جون ٢٠٢٥م کښې اپريشن رائزنګ لائن يا غړمبيدونکي زمري  په دوران داستعمال شوې وسلې نه څلور چنده سيوا دے. خو دمارچ دنيمائي نه پس دبمبارۍ رفتار مسلسل راکم شوے دے. دجنګ ابتدائي ورځو کښې  اسرائيلو اؤ امريکې دواړو روزانه تقريباً ١٠٠٠ بمونه غورځولي اؤ يا ئې ١٠٠٠ اهداف په نخښه کول. دا رفتار  دکوم فريق لپاره برقراره ساتل ممکن نۀ وو ځکه چې  په جنګي طيارو دباؤ اؤ په محدود شمير کښې پائيلټانو ته د ارام ورکولو ضرورت هم يو لوئې سبب ؤ.  دجنګ څو ورځې پس دحملو رفتار کميدل شروع شوي وو خو دمارچ په نيمائي کښې په دې کښې ډاګيزه کمے راغلےو ديارلسم نه نولسم مارچ پورې  داسرائيلو له لوري دغورزول شوو بمونو شمير تقريباً لسو زرو نه ١٢ؤ زرو پورې رسيدلے، ددې شمير ترمخه ، په کومو ورځو کښې چې ائي ډي ايف د٢٠٠ؤ يا ٥٠و حملو ذکر کړے، دبمبارۍ شرح د١٠٠٠ؤ روزانه نه ځينو ورځون کښې ٢٠٠ ته يا ددې نه هم  کمه پاتې شوې ده. همدغه شان دامريکې په حملو کښې هم کمے ليدل شوے دے،١٨م نه ٢٣م مارچ ترمينځ دامريکې داهدافو شمير ٧٨٠٠ نه ٩٠٠ ته رسيدلے دکوم ترمخه چې اوسطاً ٢٤٠ اهداف روزانه په نخښه کړے شوي اؤ اوس دا شرحه په ممکنه توګه ددې نه هم کمه پاتې شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي