باړه کښې بغير دسپرے نه په جديده طريقه دبادرنګو پيداوار

May 3, 2025 - 23:08
May 3, 2025 - 23:09
 0  18
باړه کښې بغير دسپرے نه په جديده طريقه  دبادرنګو پيداوار
دعکس سرچينه:وحدت نيوز
باړه کښې بغير دسپرے نه په جديده طريقه  دبادرنګو پيداوار

باړه ( ذاکر افريدے) باړه تحصيل کښې په وړومبي ځل  انسيکټ نيټ ټنل لګول شوے دے چې پکښې بادرنګ کرل شوي دي چې ددې سره  دې  کرل شوو بادرنګو ته حشرات نۀ شي ورننوتلے اؤ دغسې  ددې پيداوار  په هره دويمه ورځ په منونو کيږي.

وحدت نيوز سره په خبرو کښې  دعمر فاروق په نوم دانسيکټ نيټ ټنل لګوونکي  ووئيل چې  په دې بادرنګو سپرے نۀ کيږي چې ورسره زميندارانو ته هم فائده ده اؤ خلقو ته هم فائده ده.

 دۀ ووئيل چې زميندارانو ته ددې نه دا فائده چې هغوي په  دې کوم سپرے کوي، دهغې پېسې ورته بچت کيږي اؤ  دحشراتو دمخنيوي لپاره په سپرے کولو نۀ مجبوريږي،

 همدغه شان دۀ ووئيل چې عوامو ته ددې فائده دا ده چې هغوي ته زهرژنه سبزي نۀ بلکې خالصه سبزي ترلاسه کيږي چې  دهغوي  په صحت ورسره ښه اثرات کيږي.

دۀ ووئيل چې  دحشراتو نۀ ورتللو په سبب دلته په هره دويمه ورځ تر پينځوو منو پورې  بادرنګ کيږي کوم چې بيا وروسته په مقامي مارکيټ کښې خرڅول کيږي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي