دسترګې علاج لپاره پمز ته دوړل کيدو وروسته عمران خان اډياله جيل ته منتقل

Feb 24, 2026 - 12:14
 0  2
دسترګې علاج لپاره پمز ته دوړل کيدو وروسته عمران خان اډياله جيل ته منتقل

اسلام اباد(  وحدت خبر) دپي ټي ائي باني عمران خان دفالو اپ طبي معائنې لپاره پاکستان انسټي ټيوټ اف ميډيکل سائنسز( پمز) ته منتقل کړے شوے دے چرته چې دهغه دسترګې دعلاج اهمه مرحله مکمل شوې ده. دجاري شوي پريس ريليز ترمخه  په اډياله جيل کښې قيد عمران احمدخان نيازي په ٢٤مه فرورۍ ٢٠٢٦م دعلاج په لړ کښې اينټي يواي جي ايف انټرا وټريل انجيکيشن دويم خوراک لګولو لپاره هسپتال ته راوړل شوے دے.  دطبي عمل نه وړاندې  دماهرينو بورډ دهغه تفصيلي معائنه کړې ده چې پکښې د کنسلټنټ کارډيالوجسټ له لوري ايکوکارډيوګرافي اؤ اي سي جي شوې ده چې نتيجې ئې نارمل راغلي دي کنسلټنټ فزيشن هم هغه په طبي توګه مستحکم ګرځولے دے. ډاکټرانو دباقاعده رضامندۍ ترلاسه کولو نه پس په اپريشن تهيټر کښې دمقرر شوي حفاظتي پروټوکول اؤ مانيټرنګ لاندې  دکنسلټنټ اپتهلمولوجسټ په نګرانۍ کښې مائيکرو سکوپي ګائيډنس  سره داينټي وي اي جي ايف انجيکشن دويم خوراک ورکړے چې کامياب ګرځول شوے دے. دطبي عمل نه پس عمران خان دنورې نګرانۍ لپاره دډاکټرانو په نګرانۍ کښې ساتل شوے اؤ دهغه صحت داطمينان وړ ګرځولے شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي