بنو کښې ډرون حمله،١٥ تنه ژوبل

دبنو علاقه جاني خيل علاقې خوجدارخيل کښې په يو کور دډرون حملې په نتيجه کښې ديو کور پينځلس کسان ژوبل شويدي،
دذريعو وينا ده چې په ژوبلو شوو کښې زياتره زنانه اؤ ماشومان شامل دي. دذريعو ترمخه دعسکريت خوښو خلاف اپريشن روان ؤ چې په دې دوران دګلاپ نومې تن په کور دډرون نه ميزائيل راپريوتے اؤ تباهي ئې خوره کړه
دميزائيل راپريوتو په وجه دکور پينځلس کسان ژوبل شوي دي چې پکښې اووۀ زنانه ،څلور ماشومان اؤ څلور ماشومې شامل دي چې ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال او خليفه ګل نواز ميډيکل کمپليکس ته منتقل کړے شويدي.
دپېښې داطلاع پهترلاسه کولو دپوليس اعلي چارواکي او دالخدمت فاؤنډيشن اهلکار ډي ايچ کيو هسپتلا ته رسيدلي او ژوبل شوي کسان هسپتالونو ته رسول شويدي.
What's Your Reaction?






