غزه، دحماس سره نښتو کښې دوه اسرائيلي پوځيان هلاک،٦ ژوبل

داسرائيلي پوځ ترجمان تصديق کړے دے چې دغزه جنوبي علاقه کښې دبري اپريشن په دوران په مختلفو نښتو کښې دوه پوځيان وژل شوي او شپږ ژوبل شويدي
دنړيوالې خبري ادارې ترمخه دحماس سره دنښتو لومړۍ پېښه درفح جنينه محله کښې شوې ده چرته چې دحماس جنګياليو په يو ودانۍ ميزائيل حمله وکړه چې ورسره دودانۍ يوه برخه راپريوته چې پکښې يو پوځي هلاک او دوه ژوبل شول.
ددې حملې نه صرف دوه ګينتې وروسته دحماس جنګياليو يو بکتر بند ګاډے په چاوديدونکو موادو سره په نخښه کړو، دحماس په دې حمله کښې په بکتر بند ګاډي کښې موجود يو پوځي هلاک او څلور نور ژوبل شول، ژوبل شوو کښې ددوو افسرانو حالت نازک دے.
داسرائيلي پوځ ترجمان دوژل شوو پوځيانو پيژندګلو دسارجنټ ٢٠ کلن يشائي اليا کيم ارباخ او اسټاف سارجنټ ٢١ کلن پام فريد په نومونو سره کړې ده.
ددې هلاکتونو نه پس داسرائيلي پوځ زمکنو کارروائيو او په سرحد شوو نښتو کښې دهلاک شوو اهلکارو شمير ٤١٨و ته رسيدلے دے.
په ٧م اکتوبر ٢٠٢٣م حماس په اسرائيلو حمله کړې وه چې پکښې ١٢٠٠ پورې کسان وژل شوي او ٢٥١ يرغمال کړے شوي او غزه ته بوتلل شوي وو، ځينې پکښې دجنګ بندۍ معاهدې دلارې رها کړے شوي وو خو اوس هم ٥٨ يرغماليان دحماس سره دي.
What's Your Reaction?






