ايران، ددوه هفتو په دوران ١١٤ سرکاري اهلکار شهيدان شويدي،رپورټ

Jan 11, 2026 - 21:34
 0  6
ايران، ددوه هفتو په دوران ١١٤ سرکاري اهلکار شهيدان شويدي،رپورټ

 تهران( وحدت خبر) دايران دخبري ادارې تسنيم لخوا دبدامنۍ په دوران دسيکورټي فورسز دمړو شوو اهلکارو تازه فهرست جاري کړے شوے دے، دتسنيم ترمخه ١١مې جنورۍ پورې په مجموعي توګه ١١٤ اهلکار شهيدان شويدي، دا شمير صوبه په صوبه ديو فهرست په صورت کښې ورکړې شوے دے، تسنيم وئيلي  دا شمير مسلسل اپ ډيټ کولے شي، رپورټ کښې وئيل شويدي چې مړو شوو کښې پوليس، پاسداران انقلاب اسلامي اؤ دنيم فوجي تنظيم بسيج اهلکار شامل دي. مرکزي صوبه اصفهان کښې ترټولو زيات ٣٠ مرګونه شويدي، ددې نه پس قزوين کښې نهه،  اؤ په نورو ګڼو صوبو کښې ١٠٨ مرګونه درج شويدي  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي