امريکا کښې دواورې دورښت ريکارډ مات شو،دمړو شمير ٦٥ ته ورسيدو

Jan 29, 2026 - 11:48
 0  5
امريکا کښې دواورې دورښت ريکارډ مات شو،دمړو شمير ٦٥ ته ورسيدو

په امريکا کښې  دسختې واورې وريدو او يخنۍ نوې چپې  دژوند چارې  سختې متاثره کړي دي او په مختلفو حادثو کښې دمړو شوو کسانو شمير ٦٥ ته رسيدلے دے.

دامريکائي ميډيا ترمخه دمشرقي امريکې په ګڼو علاقو کښې دحرارت درجه  دجام کيدو نه لاندې پريوتې  چې له امله ئې سړکونه، داستوګنې علاقې او سفري نظام  متاثره کيږي.

 دموسمياتو محکمې ترمخه په شکاګو کښې  دحرارت درجه منفي ١٤ ډګر سينټي ګريډ او په کليو لينډ کښې منفي ١١ ډګري سينټي ګريډ ريکارډ کړے شوې ده.

ډينيسي او مسيسيپي  کښې په دمې دمې سره  دسختې واورې وريدو له امله يو لک نه زيات صارفين دبجلۍ نه محروم شويدي چې ورسره خلق دسختو مشکلاتو سره مخ دي.

دواورو دطوفان پ وجه فضائي سفر هم سخت متاثره شوے دے.

تراوسه دامريکائي ائيرلائينز ٦٥٣ پروازونه منسوخ کړے شويدي اؤ ١٠٧٧ پروازونه دځنډ ښکار شويدي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي