نيوزي لينډ په وړومبي ځل دهند په خاوره ون ډے سيريز وګټلو

Jan 18, 2026 - 23:06
 0  2
نيوزي لينډ په وړومبي ځل  دهند په خاوره ون ډے سيريز وګټلو

 نوے ډيلے( ميډيا رپورټ)   نيوزي لينډ دريم ون ډے کښې هند ته په شکست ورکولو سره دهند په خاوره په وړومبي ځل ون ډے سيريز ګټلے دے، نيوزي لينډ دريم اؤ فيصله کن ون ډے کښې هند ته په ٤١ رنز سره شکست ورکړے دے، د٣٣٨ رنز په تعاقب کښې بهارتي ټيم په ٢٩٦ رنز اوټ شوے دے،د ويراټ کوهلي سنچرۍ هم  هند ته  فتح نۀ ده ورکړے شوې، نيوزي لينډ  وړومبے بيټنګ کړے اؤ داتوو وکټو په نقصان ئې ٣٣٧ رنز جوړ کړي، ډيرل مچل ١٣٧ اؤ ګلين فلپس ١٠٦ رنز سره غوره لوبه کړې ده، نيوزي لينډ ددريوو ون ډے ميچونو سيريز په دوه يو سره ګټلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي