داسرائيلي فوج بليک هاک هيلي کاپټر تباه شو
غزه( ميډيا رپورټ) په لويديزه غاړه کښې داسرائيلي فوج يو بليک هاک هيلي کاپټر دريکوري اپريشن په دوران راپريوتے اؤ تباه شوے دے، دټائمز اف اسرائيل ترمخه اسرائيلي فوج وئيلي دي چې دلويديزې غاړې علاقې ګش عتصيون کښې يو بليک هاک هيلي کاپټر دريکوري دکوشش په دوران راپريوتے اؤ تباه شوے دےو دفوج ترمخه دا هيلي کاپټر ددې هفتې په اغاز کښې دخرابو موسمي حالاتو په وجه په يوه پرانستې علاقه کښې په هنګامي لينډنګ کولو مجبور شوے ؤ. هيلي کاپټر فضاء ته منتقل کولے شو چې په دې دوران هغه ناڅاپي په زمکه راپريوتو. داسرائيلي فوج وينا ده چې دحادثې په وخت کوم اهلکار ته نقصان نۀ دے رسيدلے . دپېښې وروسته داسرائيلي فضائيې مشر ميجر جنرل تومر بار دحادثې دوجوهاتو معلومولو لپاره دفوجي تحقيقاتي کميټۍ جوړولو حکم کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0