په مظاهرينو دتشدد الزام، امريکې دايران پۀ پينځوو اعلى چارواکو بنديزونه ولګول

Jan 15, 2026 - 22:58
 0  4
په مظاهرينو دتشدد الزام، امريکې دايران پۀ پينځوو اعلى چارواکو بنديزونه ولګول

 واشنګټن( ميډيا رپورټ) امريکې داوسنيو فسادونو اؤ تاؤتريخوالي په دوران په مظاهرينو دتشدد په الزام کښې  دعلي لاريجاني پشمول په پينځه اعلى  ايراني چارواکو بنديزونه لګولي دي اؤ خبردارے ئې ورکړے دے چې  دايراني قيادت دفنډز درګ لګوو چې په ټوله دنيا کښې بينکونو ته منتقل کولے شي، دامريکې دخزانې محکمې په يو بيان کښې وئيلي دي چې  ايران کښې په مظاهرينو کريک ډاؤن کښې په ککړو پينځه چارواکو بنديزونه لګول شويدي چې پکښې دسپريم کونسل برائے نيشنل سيکورټي، پاسداران انقلاب اؤ قانون نافذونکو ادارو کمانډران شامل دي اؤ دوي په کريک ډاؤن کښې نيغ په نيغه ککړ ګرځول شويدي. دپابنديو په زد کښې راغلو کښې سيکرټري سپريم کونسل برائے نيشنل سيکورټي علي لاريجاني اؤ نور سيکورټي کمانډران محمد رضا هاشمي فر، نعمت الله باقري ، عزيز الله ملکي اؤ يدالله بوعلي شامل دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي