پېښور کښې دغيرت په نوم ښځه اؤ خاوند قتل

دخېبرپښتونخوا په صوبائي دارالحکومت پېښور کښې دغيرت په نوم ښځه اؤ خاوند قتل کړے شويدي.
دپوليسو ترمخه عدنان اؤ دهغه ميرمنې يو کال وړاندې دخوښې وادۀ کړے ؤ.
پوليسو وئيلي دي چې دواړه دغيرت په نوم وژل شويدي، پوليسو وئيلي چې دوژل شوو کسانو تعلق په بنيادي توګه دافغانستان سره دے اؤ دغه پېښه په غفار اباد کښې شوې ده.
پوليسو وئيلي دي چې دملزم خلاف مقدمه درج کړے شوې اؤ تفتيش شروع کړے شوے دے.
What's Your Reaction?






