خېبرپښتونخوا کښې اتۀ ترهه ګر ووژل شول، يو پوځي ځوان شهيد

پېښور: امنيتي ځواکونو دخېبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کښې دڅلورمې او پينځمې مئ په دوران څلور اپريشنې کړيدي چې پکښې اتۀ خوارجي ترهه ګر هلاک کړے شوي او دسختو ډزو په تبادله کښې يو ځوان شهيد شوے دے.
دپاک پوځ دعامه اړيکو څانګې( ائي ايس پي ار) ترمخه امنيتي ځواکونو دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کښې انټلي جنس بيسډاپريشن کړے اؤ دخوارجو ځالې ئې په نخښه کړي دي چې په نتيجه کښې ئې درې خوارج وژل شويدي.
په جنوبي وزيرستان ضلع کښې هم داپريشن په دوران امنيتي ځواکونو دوه خوارج وژلي او دسختو ډزو په تبادله کښې ٤٠ کلن نائيک مجاهد خان په بهادرۍ سره دجنګيدو پهدوران دشهادت جام نوش کړے دے.
خېبر اؤ بنو ضلعو کښې هم دوه اپريشنې شويدي چې پکښې درې خوارج وژل شويدي، دوژل شوو خوارجو نه وسله، ګوله بارود او چاوديدونکي مواد ترلاسه کړے شويدي.
وژل شوي ترهه ګر په سيمه کښې دامنيتي ځواکونو په ضد دترهه ګرو فعاليتونوترڅنګ دمعصومو وګړو په نخښه کولو کښې ککړ وو.
دائي ايس پي ار وينا ده چې دپاکستان امنيتي ځواکونه دترهه ګرۍ دلعنت ختمولو لپاره پرعزم دي.
What's Your Reaction?






