ميرعلي، ډرون حمله کښې دماشومانو دوژنې خلاف دهرنا ختمه شوه

دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کښې په يو کور دډرون په حمله کښې دماشومانو دمړينې خلاف روانه دهرنا په اتمه ورځ ختمه کړے شوې ده.
په شمالي وزيرستان کښې اتۀ ورځې وړاندې شوې ډرون حمله کښې دزنانه ترڅنګ څلور ماشومان پحق رسيدلي وو دکوم خلاف چې په سيمه کښې دهرنا روانه وه، په دې اړه روان مذاکرات کامياب شوي دکوم نه پس چې دهرنا ختمه کړے شوې اؤ سړکونه دتګ راتګ لپاره پرانستل شويدي.
ددهرنې منتظمينو ترمخه حکومت ددوي جائز اؤ قانوني مطالبات منلي اؤ په علاقه کښې دامن قائمولو باور ئې ورکړے دے.
What's Your Reaction?






