پېښور کښې دپوليس يو بل ځوان شهيد

Apr 11, 2026 - 17:54
 0  2
پېښور کښې دپوليس يو بل ځوان شهيد

پېښور( وحدت خبر) دحسن خيل تاڼې په حدودو کښې دفرض ادائيګۍ په دوران دشهادت جام نوش کوونکي پوليس کانسټيبل مقدر خان دجنازې لمونځ ملک سعد شهيد پوليس لا ئنز پېښور کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوې ده.  دجنازې په لمونځ کښې ئې سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد احمد، کماندر ١٠٢ بريګيډ، بريګيډئير مبشر، ايس ايس پي اپريشنز فرحان خان، دپاک ارمي اعلي چارواکو، ډويژنل ايس پيز، دشهيد لواحقينو اؤ دپوليس افسرانو اؤ ځوانانو په لوئې شمير کښې شرکت وکړو، دپوليسو چاق وچوبند دستې شهيد ته سلامي ورکړې ده، اعلي چارواکو په شهيد ګلونه ايښودي اؤ دهغه  ددرجو لوړوالي لپاره ئې دعا کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي