هنګو کښې دپوليسو په ټيم دترهه ګرو حمله، يو اهلکار شهيد، څلور ژوبل، دوه ترهه ګر هم وژل شوي

Apr 13, 2026 - 16:59
 0  2
هنګو کښې دپوليسو په ټيم دترهه ګرو حمله، يو اهلکار شهيد، څلور ژوبل، دوه ترهه ګر هم وژل شوي

هنګو(  وحدت خبر)  هنګو کښې د پوليو مخنيوي ټيم د سيکورټۍ لپاره تعينات پوليس اهلکارو باندې ډزې شوې دي، چې له امله ئې يو اهلکار شهيد او 4 نور ژوبل شوي دي۔ پوليسو ترمخه په هنګو کښې د پوليو ټيم د حفاظت لپاره ولاړ پوليس وين د  ترهه ګرو له خوا په نخښه کړل شوے دے، چې په نتيجه کښې يو پوليس اهلکار شهيد شوي او 4 نور ژوبل شوي دي۔ پوليس وايي چې شهيد اهلکار د پي ټي سي مين انټرميډيټ کورس ترسره کولو. دپوليسو ترمخه دا افسوسناکه پېښه دټل تاڼې حدودو کښې په چهپري وزيران علاقه کښې شوې ده چرته چې شرپسندو ناڅاپي په پوليسو ډزې کړي دي، دپوليسو دجوابي حملې نه پس ترهه ګر په تيښته کښې کامياب شويدي. دشهيد شوي اهلکار پيژندګلو داسرارالحق په نوم سره شوې ده چې تعلق ئې دشانګلې سره ؤ اؤ هغه دپي ټي سي مين انټرميډيټ کورس کولو، دحملې نه پس علاقې ته پوليس اهلکار رسيدلي اؤ ژوبل شوي کسان هسپتال ته رسول شويدي. دپوليس ترجمان وينا ده چې دشهيد اهلکار قرباني به نه ضائع کيږي اؤ په علاقه کښې ددهشت ګردو خلاف په لويه پيمانه سرچ اپريشن شروع کړے شوے دے، وروسته  دشهيد کانسټيبل اسرارالحق دجنازې لمونځ په پوليس ټريننګ کالج هنګو کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے،  پوليسو په جوابي کارروايۍ کښې دوه ترهه ګر هم وژلي دي. د   دجنازې لمونځ کښې د کمانډنټ پوليس ټريننګ کالج هنګو ډاکټر رضوان منظور، ډي پي او هنګو طارق حبيب خان، ډپټي کمشنر هنګو ګوهر زمان وزير، ډپټي کمانډنټ مزمل خان، اېس پي انوېسټيګېشن صنوبر خان، اېډيشنل ډپټي کمشنر عبدالنصير خان، ایم اين اے يوسف خان په ګډون ګڼ شمېر پوليس افسرانو او اهلکارو برخه واخيسته۔ د شهيد  دجنازې په دوران  د پوليس چاق وچوبند دستې هغه ته  سلامي وړاندې کړه او افسرانو پرې ګلونه واچول او شهيد ته ئې بشپړ خراجِ عقيدت وړاندې کړو۔  د علاقې دلن سره نزدې په چپري وزيران کښې د ترهګرو په بزدلانه حمله کښې يو پوليس اهلکار شهيد او څلور نور اهلکار ژوبل شوي وو۔ پوليس سمدستي   ځوابي کارروائي وکړه او ترهګرو سره ئې سخت مقابله وکړه۔ ځوانانو بې وېرې دښمن ته مخامخ شول او په سختو ډزو سره  ئې دوه ترهګر وژلي، په داسې حال کښې چې نور حمله کوونکي د خپلو ملګرو د مړو سره تښتېدو ته مجبوره شول۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي