دمذاکراتو نتيجه کۀ هر څه وي، حکومت به دعوامو سره کلک ولاړ وي،پزشکيان
تهران( وحدت خبر) دايران صدر مسعود پزشکيان وئيلي دمذاکراتو نتيجه کۀ هر څه وي، حکومت به دعوامو سره کلک ولاړ وي، دخالي په ورځ په ايکس خپل پيغام کښې هغه وئيلي پاکستان ته راغلے داعلى سطحې ايراني وفد په پوره قوت سره دايران دمفاداتو مضبوط محافظ دے اؤ هم ددې جذبې لاندې به په جرائت سره په مذاکراتو کښې برخه اخلي. دۀ وئيلي په يو صورت کښې به هم دعوامو خدمت ديوې شيبې لپاره هم نۀ ودريږي اؤ دمذاکراتو نتيجه چې هر څه وي، حکومت به دعوامو سره په کلکه ودريږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0