بنو کښې دبارودي موادو چاؤدنه، يو سيکورټي اهلکار شهيد،څلور ژوبل
بنو( وحدت خبر) دبنو کينټ تاڼې حدودو ممش خيل کښې دبارودي موادو دچاؤدنې له امله يو سيکورټي اهلکار شهيد اؤ څلور نور ژوبل شويدي، دپوليسو وينا ده چې نامعلومو دهشت ګردو دګورنمنټ ډګري کالج ممش خيل سره نزدې بارودي مواد نصب کړي وو چې په زوردارې چاؤدنې سره الوتلي دي، دچاؤدنې وروسته سيکورټي فورسز اؤ پوليسو علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے، امنيتي اهلکارو دسيمې نه شواهد راټول کړيدي، ژوبل شوي اهلکار اؤ دشهيد مړے په فوري توګه کمبائنډ ملټري هسپتال( سي ايم ايچ) ته منتقل کړے شوے دے چرته چې ژوبل شوو ته طبي امداد ورکولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0