دمذاکراتو نۀ کاميابيدو صورت کښې دټرمپ په ايران دسختې فوجي کارروايۍ دهمکي
واشنګټن( ميډيا رپورټ) دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ دهمکي ورکړې ده چې دايران سره دمذاکراتو دنۀ کاميابيدو صورت کښې به دوړاندې نه په زيات شدت سره فوجي کارروايۍ شروع کولے شي، امريکائي جريدې نيويارک پوسټ سره ټيليفوني خبرو کښې امريکائي صدر ووئيل په اسلام اباد کښې دامريکې اؤ ايران مذاکرات ب کامياب شي او کۀ نۀ، ډير زر به پته ولګي، په راتلونکو ٢٤ؤ ګينټو کښې به معلومه شي. دۀ ووئيل کۀ چرې مذاکرات کامياب نۀ شول نو امريکا به دوړاندې نه په زيات شدت سره فوجي کارروايۍ شروع کوي.همدغه شان صحافيانو سره په خبرو کښې امريکائي صدر ووئيل چې داسلام اباد مذاکراتو لپاره مې ښۀ ټيم ليږلے دے. ايران سره چې ايټمي وسلې نۀ وي نو دا ډيل به زمونږ لپاره ښه وي. دۀ ووئيل امريکې دابنائے هرمز نه دبارودي سرنګونو دپاکولو عمل شروع کړے دے چې په دنيا زمونږ احسان دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0