دلنډي کوتل: افغان مهاجرينو خدمت زمونږ اخلاقي ذمه واري ده، عدنان قادري

Apr 11, 2026 - 02:10
 0  5
دلنډي کوتل: افغان مهاجرينو خدمت زمونږ اخلاقي ذمه واري ده، عدنان قادري

لنډي کوتل( مينه وال شينواري)  دصوبائي اسمبلۍ غړي صاحبزاده محمد عدنان قادري  وئيلي دي چې  په مشکلو حالاتو کښې دافغان مهاجرينو خدمت زمونږ انساني اؤ اخلاقي ذمه واري ده،عدنان قادري وئيلي دي چې  حکومت  دخپلو کورونو نه دبې دخله کړے شوو افغان مهاجرينو دښيګړې لپاره هر ممکن اقدامات کوي، دۀ  هدايت کړے دے چې   متعلقه ادارې دې د کيمپ انتظامات  لا بهتر کړي چې دغه شان مهاجرين دمشکلاتو سره مخ نۀ شي، عدنان قادري  دلنډي کوتل افغان هولډنګ کيمپ  دوره کړې ده اؤ په کيمپ کښې ئې قائمو دمختلفو څانګو معائنه کړې ده، هغه  افغان مهاجرينو ته دورکړے کيدونکو سهولتونو جائزه اخستې ده، په دې موقعه هغه دمهاجرينو سره ملاقات وکړو، ددوي مسائيل اؤ مشکلات ئې په غور سره واوريدل اؤ ددې دحل لاپره ئې دفوري اقدامات يقين دهاني ورکړه، ددورې په وخت هغه دصفايۍ، صحت ، استوګنې اؤ نورو بنيادي سهولتونو انتظاماتو ته خصوصي پام ګرځولے اؤ متعلقه چارواکو ته ئې هدايت کړے دے چې  مهاجرينو ته پېښ مسائيل دې په ترجيحي بنيادونو حل کړے شي، هغه واضحه هدايت کړے چې  څه قسمه غفلت يا کوتاهي به ونۀ زغملے شي، په دې موقعه اسسټنټ کمشنر لنډي کوتل انعام الله وزير، ايف ائي اے انسپکټر عدنان جان تحصيلدار ملک تيمور افريدي، فوکل پرسن مولانا محمد شعيب قادري هم دهغه سره ملګري وو چې دکيمپ دانتظامي امورو په اړه ئې ورته بريفنګ ورکړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي