پېښور کښې پخوانے ناظم دخپل ترۀ سره په ډزو قتل
پېښور( وحدت خبر) دپېښور دپشتخره تاڼې پۀ حدودو کښې دډزو په يوه پېښه کښې پخوانے ناظم سجاد خليل دخپل ترۀ سره قتل کړے شوے دے، دپوليسو وينا ده چې پخوانے ناظم سجاد خليل دترۀ سره دجنازې نه واپس راروان ؤ چې ددې پېښې ښکار شو، په موټرسائيکل سوارۀ نامعلومه وسله وال دحملې نه پس تښتيدلي دي. دوژل شوو کسانو لاشونه دپوسټ مارټم لپاره هسپتال ته منتقل کړے شويدي، دپوليسو وينا ده چې دقاتلانو ګرفتارۍ لپاره چهاپې روانې دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0