دپاکستان په مينځګړتوب اسلام اباد کښې په جنګ داخته امريکې اؤ ايران مذاکرات جاری

Apr 12, 2026 - 01:38
Apr 12, 2026 - 01:39
 0  2
دپاکستان په مينځګړتوب اسلام اباد کښې په جنګ داخته امريکې اؤ ايران مذاکرات جاری

 اسلام اباد(  وحدت خبر، بي بي سي،  پي ټي وي ) دبي بي سي اردو څانګې ترمخه  خواؤشا دنيمې پيړۍ دتاؤتريخوالي اؤ په دوه کلونو کښې دددوه جنګونو نه پس دايران اؤ امريکې ترمينځ دڅو ګينټو راهسې نيغ په نيغه مذاکرات په اسلام اباد کښې دپاکستاني ثالثانو په موجودګۍ کښې روان دي.

دبي بي سي ترمخه په دې مذاکراتو کښې تراوسه دتوقعاتو نه زيات پرمختګ شوے دے.

همدغه شان دپي ټي وي ترمخه   په اسلام اباد کښې تاريخي  امن مذاکرات شروع شويدي چې پکښې پۀ جنګ  اخته مخالف فريقين امريکا اؤ  ايران په يو ميز ناست دي. دواړه فريقه دتاؤتريخوالي نه پس په وړومبي ځل نيغ په نيغه په يو ميز مذاکراتو ته ناست دي،

داعلى سطحې امريکائي اؤ ايراني وفدونه پاکستان ته رارسيدلي اؤ دپاکستاني ثالثانو په موجودګۍ کښې  دهغوي  مذاکرات روان دي، دبي بي سي  اردو څانګې ترمخه دپاکستان دخارجه وزارت يو عهديدار ترمخه دايران اؤ امريکې ترمينځ په اسلام اباد کښې دماهرينو په کچه مذاکرات شروع شويدي، دهغه ترمخه دمذاکراتو په دې مرحله کښې ددواړو فريقو له لوري  دپيش کړے شوو غوښتنو دتکنيکي اړخونو جائزه اخستل کيږي

اخوا  دوه سرکاري عهديدارانو بي بي سي اردو ته وئيلي چې ابتدائي خبرې مثبتې وې. ددې نه وړاندې دفريقينو ترمينځ دپاکستاني ثالثانو په موجودګۍ کښې  دمشرانو په کچه خبرې اترې شوي.  پاکستاني ميډيا اؤ وائټ هاؤس تصديق کړے دے چې دامريکې، ايران اؤ پاکستان استازي په يو ميز  کښيناستلو سره خبرې اترې کوي. اسلام اباد کښې روانې خبرې په مکمله توګه دبندو دروازو تر شا کيږي اؤ صحافيانو ته ډير محدود معلومات ورکولے شي،

 په پاکستاني دارالحکومت کښې سيکورټي انتهائي سخته ده. دامريکې اؤ ايران ترمينځ دمذاکراتو کوريج لپاره ددواړو ملکونو دوفدونو نه علاوه دټولې  دنيا نه صحافيان اسلام اباد ته رارسيدلي چې ددوي لپاره په جناح کنونشن سنټر کښې مرکز جوړ کړے شوے دے.  دميډيا رپورټونو ترمخه  دمذاکراتو بنياد دفريقينو په بيلا بيلو تجويزونو ايښودل شوے دے چې پکښې ايران پۀ ١٠ؤ نکاتو مشتمل فريم ورک پيش کړے دے اؤ امريکې پينځلس نکاتي منصوبه مخې ته ايښودې ده. دواړو لورو دخبرو اترو په جاري ساتلو امادګي څرګنده کړې خو پۀ ګڼو اهمو امورو اختلافات اوس هم واضحه دي چې پکښې ترټولو ډاګيز دايران جوهري پروګرام دے.

 امريکا  ددې خبرې يقين دهاني غواړي چې ايران دجوهري وسلو دتيارۍ نه ډډه وکړي اؤ ديورينيم افزودګي محدوده وساتي، ددې سره غواړي چې د عالمي جوهري توانايۍ ايجنسۍ  سخته نګراني هم يقيني کړے شي، ددې برعکس ايران دخپل پرامنه جوهري پروګرام دحق په تسليمولو زور راوړي اؤ ديورينيم افزودګي  دخپلې خپلواکۍ برخه ګرځوي.همدغه شان اقتصادي پابندۍ هم داسلام اباد مذاکراتو يوه اهمه نکته ده 

 ايران غواړي چې   عالمي پابندۍ  په فوري توګه ختمې کړے شي اؤ په بهر ملک کښې موجودې ددوي مالي اثاثې واپس  کړے شي، بل اړخ ته امريکا په پابنديو کښې مرحله واره نرمي دايران له لوري عملي اقداماتو اؤ وعدو په تکميل سره مشروطوي. دابنائے هرمز په اړه معاملات هم دايران اؤ امريکې مذاکراتو کښې داهمې موضوع په توګه شامل دي

،تهران  په دې اهمه سمندري لاره خپل کردار تسليمول غواړي اؤ امريکا ددې دعالمي تجارت  لپاره  په مکمله توګه په پرانستو اؤ محفوظ ساتلو زور راوړي، همدغه شان په مينځني ختيز کښې اثرورسوخ اؤ دسيکورټي معاملات هم ددواړو ملکونو ترمينځ داختلافاتو باعث دي. امريکا په سيمه کښې دځينو وسله والو ډلو لپاره دايران دحمايت دختمولو غوښتنه کوي اؤ ايران په سيمه کښې دتاؤتريخوالي کمولو اؤ فوجي کارروائيو دخاتمې خبره کوي.

 ددې سره ايران دامريکائي فوجونو انخلا اؤ دعدم جارحيت دضمانت غوښتنه هم کوي، خو امريکا دخپلو سيکورټي مفاداتو په نظر کښې نيولو سره  دې ته امادګي نۀ څرګندوي. دايران بيلسټک ميزائيل پروګرام هم يوه حساسه معامله ده چې په دې  امريکه دايران ددفاعي صلاحيتونو دمحدودولو خواهش لري، خو ايران دا پخپل دفاعي حق کښې  مداخلت ګرځوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي