دپېښور هائيکورټ دافغان درخواست ګزارو افغانستان ته دواپس نۀ ليږلو حکم
پېښور( وحدت خبر) پېښورهائيکورټ افغان وګړو ته دعبوري ريليف ورکولو سره متعلقه چارواکو ته هدايت کړے دے چې هغوي دې درخواست ګزور نۀ زوروي اؤ افغانستان ته دې هغوي نۀ ليږي. ددرخواست ګزارو وکيل سيف الله محب کاکاخيل ايډوکيټ عدالت ته ،ئيلي دي چې دهغوي موکلين هاغه کسان دي چې په افغانستان کښې ئې دپخواني امريکائي حمايت يافته حکومت سره دمختلفو پروګرامونو لاندې کار کړے ؤ اؤ هغوي دريم ملک ته دمنتقلۍ منتظر دي. دۀ موقف اختيار کړے دے چې په ملک کښې دافغان مهاجرينو خلاف دجاري کارروائيو په وجه ددرخواست ګزارو دګرفتارۍ اؤ افغانستان ته دواپسۍ سخته خطره پېښه ده. دوکيل ترمخه درسته ويزه لرونکي کسان هم ځينې وخت دقانون نافذونکو ادارو له لوري په حراست کښې اخستل کيږي چې ورسره په متاثره کسانو کښې ويره خوريږي. عدالت ددلائيلو اوريدو وروسته حساس نوعيت ته په کتلو سره عبوري حکم جاري کړے اؤ متعلقه چارواکو ته ئې هدايت کړے دے چې هغوي دې درخواست ګزار نۀ زوروي اؤ هغوي دې افغانستان ته دبل حکم پورې نۀ ليږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0