ډي ائي خان، دخرابې حلوه خوړو په سبب درې مزدوران پحق ورسيدل

Apr 12, 2026 - 14:00
 0  4
ډي ائي خان، دخرابې حلوه خوړو په سبب درې مزدوران پحق ورسيدل

ډي ائي خان( وحدت څبر) دخېبرپښتونخوا دډيره اسماعيل خان په درازنده تحصيل کښې دخرابې حلوه خوړو په وجه درې مزدوران پحق رسيلي دي، دپوليسو وينا ده  پحق رسيدلي ځوانان دپلوسکي کلي غر ته دمزدورۍ لپاره تللي وو چرته چې دوي ته مشکوکه حلوه ترلاسه شوې چې په خوړو ئې ددوي حالت خراب شوے دے، دوه ځوانان په موقعه مړۀ شوي اؤ دريم هسپتال ته دمنتقل کيدو په دوران په لاره کښې ساه ورکړې ده، پوليسو وئيلي دمړو شوو کسانو تعلق دحاجي جمال خان کرميزۍ کورنۍ سره دے چې پيژندګلو ئې دشيران خان، فتح محمد اؤ نور محمد په نومونو سره شوې ده، دريواړه پخپل مينځ کښې رشته دار وو اؤ دغر نه د کاڼو راوړلو مزدوري ئې کوله. ددوي مړي دپوسټ مارټم لپاره مفتي محمود هسپتال ته منتقل کړے شوي دي، دپېښې

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي