د وزيراعظم لخوادپيټرولو 12اؤ دډيزلو د135روپوارزانولواعلان
اسلام اباد( وحدت خبر) وزيراعظم شهبازشريف دډيزلو په نرخ کښې د١٣٥ اؤ پيټرولو په نرخ کښې د١٢ؤ روپو دليټر پسر دکمي اعلان کړے دے. وزيراعظم شهبازشريف قوم ته په اهم خطاب کښې وئيلي دي چې دډيزلو په نرخ کښې د١٣٥ؤ اؤ دپيټرولو پ نرخ کښې د١٢ؤ روپو في ليټر کمي اعلان کووم، وزيراعظم ووئيل چې دډيزلو نوے نرخ به ٣٨٥ روپۍ اؤ دپيټرولو نوے نرخ به ٣٦٦ روپۍ وي، دډيزلو اؤ پيټرولو په قيمتونو کښې دکمي اطلاق دبيګاه شپې دولسو بجو نه شوے دے. وزيراعظم پخپله وينا کښې ووئيل چې په خليج کښې اوس دجنګ نۀ بلکې دامن خبرې کيږي، کوم فريقين چې پرون په جنګ کښې يو بل ته مخامخ وو نن دخبرو اترو لپاره تيار دي، په دې پرمختګ دورور ملک ايران اؤ امريکائي قيادت شکريه ادا کووم. دۀ ووئيل چې په دواړو ملکونو کښې زما دجنګ بندۍ په تجويز قبلولو شکريه ادا کووم، دددواړو ملکونو قيادت اسلام اباد ته تشريف راوړي، ددې کوربتوب دا شرف صرف دپاکستان نۀ بلکې دعالم اسلام لپاره دفخر شيبه ده. وزيراعظم ووئيل چې فيلډ مارشل داور لمبو وژلو اؤ مذاکراتو ترسره کولو کښې کليدي کردار ادا کړے دے،د فيلډ مارشل عاصم منير دا خدمات به په تاريخ کښې هميشه په زرينو لفظونو کښې ياد ساتلے شي، درخواست دے ، عوام دې دعا وکړي چې الهز پاک دې مذاکرات کامياب کړي. وزيراعظم ووئيل وعده مو کړې وه چې څنګه په عالمي منډۍ کښې دتيلو قيمت راکم شي، فائده به ئې عوامو ته رسووم، نن په عالمي منډۍ کښې دتيلو په قيمت کښې څه کمے شوے، دګرانۍ مخنيوي لپاره حکومت ١٢٩ اربه روپۍ خرچ کړې وې. دۀ ووئيل چې ماته وئيل شويدي چې دتيلو په قيمت کښې دکمي څه برخه به عوامو ته رسولے شي، ماته وئيل شويدي چې دتيلو په قيمت کښې دې څه برخه په لګښتونو کښې په کمي ولګول ش، ما دا تجويز مسترد کړے دے، پخپله مې مشاهده وکړه چې عوامو په صبر اؤ تحمل سره دګرانۍ بوج برداشت کړو، اوس دتيلو په قيمت کښې کمے ذمه ذمه واري ده چې دا کمي عوامو ته ورسيږي. دۀ ووئيل چې حکومت دنورو ذريعو نه څه وسائيل جمع کړي اؤ خپله برخه ئې اچولې، دا وخت دکرونده ګر لپاره لګښت کمول ډير ضروري دي. وزيراعظم ووئيل چې حکومت په مشکلو حالاتو کښې کله هم عوام تنها نۀ دي پريښي، زما وړومبۍ ترجيح هميشه عوام وو اؤ دي، قوم صرف فيصلو سره نۀ بلکې دعوامو نظم وضبط اؤ اتحاد سره ترقي کوي، موټرسائيکل، پبلک اؤ ګډز ټرانسپورټ لپاره به سبسډي جاري وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0