اسلام اباد: دامريکې اؤ ايران ترمينځ خبرو کښې پرمختګ ونۀ شو،امريکائي وفد دمعاهدې نه بغير ستون شو

Apr 12, 2026 - 14:19
 0  6
اسلام اباد: دامريکې اؤ ايران ترمينځ خبرو کښې پرمختګ ونۀ شو،امريکائي وفد دمعاهدې نه بغير ستون شو

 اسلام اباد( وحدت خبر) نائب امريکايي  صدر جے ډي وينس وئيلي دي چې ايران د امريکا شرطونه نه دي منلي،  پۀ دې  وجه   د دواړو  ملکونو ترمنځ کومه لوظنامه  نه ده شوې.

په اسلام آباد کښې د  ايران سره د خبرو اترو وروسته په يوې خبري غونډه کښې جے ډي وينس د پاکستان له  وزيراعظم وزير شهباز شريف او فيلډ مارشال عاصم منير   مننه وکړه.

 هغه ووئيل چې د پاکستان  قيادت  د امريکا او ايران ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره مهم او موثره  رول ادا کړے دے.

هغه وويل چې د خبرو اترو هغه نيمګړتيا چې پاتې شوه، د پاکستانيانو له امله نه وه. پاکستان دواړه هېوادونه يو بل ته نزدې کولو لپاره پوره هڅه کړې او د لوظنامې تر لاسه کولو کښې ئې مثبت رول لوبولے دے.

د نايب امريکائي  صدر په وينا له ايران سره 21 ساعته اوږدې خبرې اترې شوې، چې پکښې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه تفصيلي بحثونه وشول.

هغه وويل چې امريکا په نيک نيت سره په خبرو کښې ګډون کړے او خپل شرطونه ئې په واضح ډول وړاندې کړي دي.

جے ډي وينس وويل: “ښه خبر دا دي چې له ايران سره  خبرې شوې، خو بد خبر دا دے چې مونږ کوم تړون ته ونه رسېدو، او دا وضعيت ښائي د ايران لپاره د امريکا په پرتله ډېر زيانمن وي.”

هغه زياته کړه چې ايران د امريکا شرطونه منل نه دي غوره کړي او امريکا بې له کومې معاهدې بېرته ستنېږي. “مونږ له يوه ساده او واضح وړانديز سره راغلي وو او خپله وروستۍ او غوره وړانديز مو هم وړاندې کړو، اوس دا د ايران پرېکړه ده چې ايا دا مني که نه.”

جے ډي وينس وويل چې د ايران له پلاوي   څخه د اټومي وسلو په اړه کوم واضح ډاډ نه دے ورکړل شوے. “مونږ دې تضمين ته اړتيا لرو چې ايران به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه کوي، او همدا د امريکا د اولسمشر  بنيادي هدف دے.”

هغه وويل چې امريکا خپل سرحدونه (ريډ لاينونه) او ممکنه نرمي دواړه واضح کړي دي، خو ځينې داسې مسايل شته چې پکښې هېڅ ډول جوړجاړے نه شي کېدے.

له بلې خوا د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چې له امريکا سره په خبرو کې په ډېرو ټکو  اتفاق شوے ؤ، خو په دوو مهمو مسايلو کښې اختلافات پاتې شول، له همدې امله  لوظنامه نه ده شوې.

د هغه په بيان کښې ويل شوي چې مونږ له وړاندې اټکل کړے و چې په يوه ناسته کښې وروستي تړون ته رسېدل ممکن نه دي.

هغه وويل چې د خبرو اترو سره سره پرمختګ مثبت و او دواړو لورو په سنجيده ډول خبرې اترې کړې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې له پاکستان او نورو دوستانه هېوادونو سره اړيکې او مشورې به روانې وي، څو اختلافات کم او ګډ حل ته لار وموندل شي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي