خواجه اصف داسرائيلو په اړه خپل ايکس پوسټ ولې ډيليټ کړو؟
اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان له لوري په مينځني ختيز کښې دثالثۍ په عمل کښې هاغه وخت سخت تاؤتريخوالے پيدا شو چې ددفاع وزير خواجه اصف تير ماښام په لبنان کښې داسرائيلو په حملو سخت تنقيد وکړو اؤ يو سخت بيان ئې جاري کړو کوم چې وروسته هغه حذف کړو، هغه پخپل بيان کښې اسرائيل دانسانيت لپاره لعنت ګرځولے اؤ په لبنان کښې ئې داسرائيلو جاري کارروايۍ نسل کشي ګرځولې وه. خواجه اصف وئيلي وو چې اسرائيل دانسانيت لپاره يو بدے اؤ لعنت دے،
په داسې حال کښې په اسلام اباد کښې امن مذاکرات روان دي، په لبنان کښې نسل کشي روانه ده، بې ګناه اولسي وګړي داسرائيلو دلاسه وژل کيږي، وړومبے غزه، بيا ايران اؤ اوس په لبنان کښې خونريري جاري ده اؤ دودريدو نوم نۀ اخلي، هغه وئيلي دي دعا اؤ اميد کوي چې کومو خلقو په فلسطيني خاوره ديورپي يهوديانو نه دخلاصي ترلاسه کولو لپاره دا رياست قائم کړے، هغوي دې په دوزخ کښې وسوزي خواجه اصف ته په جواب ورکولو سره داسرائيلو وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دفتر وئيلي دي چې داسرائيلو دخاتمې لپاره دهغه غږ پارونکے دے، دا داسې بيان نۀ دے چې چې د کوم حکومت له لوري به وزغمل شي، په ځانګړې توګه دداسې حکومت لخوا چې دامن لپاره دغيرجانبداره ثالث کيدو دعوى کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0