خېبرپښتونخوا کښې درېو مياشتو کښې د ترهه ګرۍ 475پېښې رپورټ
پېښور( وحدت خبر) پۀ خېبرپښتونخوا کښې دترهه ګرۍ په اړه دريوو مياشتو رپورټ جاري شوے دے چې ترمخه ئې وړومبو دريوو مياشتو کښې په صوبه کښې دترهه ګرۍ ٤٧٥ کيسونه درج شويدي، دسنټرل پوليس افس( سي پي او) ترمخه په دې موده کښې دبارودي موادو ٥٤ چاؤدنې اؤ ٢٧ دستي بم حملې شوي،دبهته خورۍ ٢٨اؤ داغوا ٩ پېښې شويدي ، درپورټ ترمخه په ياده موده کښې دډزو ١٦١ پېښې رپورټ شوي دي اؤ ٧٠ ډرون حملې هم شوي دي،سنټرل پوليس افس ترمخه دروان کال ابتدائي دريوو مياشتو کښې ٣٢ دټارګټ کلنګ پېښې شويدي اؤ درې خودکش حملې هم رپورټ شويدي. داضافي شمير ترمخه په بنو کښې ددهشت ګردۍ د٩٢نه سيوا، په شمالي وزيرستان کښې ٨٨ پېښې، په ډيره اسماعيل خان کښې ٦٥ اؤ په پېښور کښې ٤٤ پېښې رپورټ شويدي. سي پي او وائي ددهشت ګردۍ سيوا کيدونکو خطرو مخنيوي لپاره پوليس ته جديده وسله اؤ جديده ټيکنالوجي فراهم کړے شوې ده چې دغه شان سيکورټي اقدامات نور هم موثره کړے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0