کوهاټ کې ديو اين ايچ سي ار پناه غوښتونکې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

Apr 12, 2026 - 14:31
Apr 12, 2026 - 14:33
 0  45
کوهاټ کې  ديو اين ايچ سي ار پناه غوښتونکې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي

کوهاټ (نعمت الله خان)

د کوهاټ په بېلابېلو سيمو کې د افغان کډوالو پر ضد روانو عملياتو نوې څپه اندېښنې راپارولې دي، چيرته چې ضلعي چارواکو د کډوالو په پنډغالو او غير رسمي مېشت ځايونو کې د کورونو نړولو لړۍ پيل کړې ده. د دغو عملياتو په ترڅ کې هغه افغان کډوال هم اغېزمن شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا د درېيم هېواد لپاره د پناه غوښتنې سندونه (Asylum Seeker Certificates) لري.

د ځايي سرچينو له مخې، د کوهاټ په درېيم کډوال کمپ کې د يوې پناه غوښتونکې کورنۍ کور هم نړول شوي دي. د کورنۍ مشر زاهد جان وحدت نيوز ته ويلي چې د دوي د کور دېوالونه ړنګ کړل شوي او اوس يې د کورنۍ غړي له سخت ذهني فشار او نامعلوم برخليک سره مخ دي.

زاهد جان وايي، دوي نه شي کولاي بېرته افغانستان ته ستانه شي، ځکه چې هلته د امنيتي ګواښونو او نورو جدي ستونزو سره مخ دي. هغه زياتوي چې د ده کورنۍ له کلونو راهيسې په پاکستان کې مېشته ده او اوس د ناڅاپي اقدام له امله بې سرپناه شوې ده.

نوموړي د پاکستان له حکومتي چارواکو او د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د دوي حالت ته جدي پام وکړي او تر هغې چې د درېيم هېواد لپاره د دوي د کډوالۍ دوسيه بشپړه کېږي، ورته په موقتي توګه د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

بلخوا، ځايي چارواکي وايي چې دا عمليات د غير قانوني ودانيو او ناقانونه مېشتو کډوالو پر ضد دي چې د قانون  پلي کېدو لپاره ترسره کېږي.

د يادونې وړ ده، په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېله بېلو ولسواليو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د فشارونو زيات شوي او د بېرته ستنېدو ورته امر شوي چې له امله يې ګڼې کورنۍ د بې ځايه کېدو او ناڅرګند برخليک سره مخ دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 1
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي