دايران اؤ امريکې ترمينځ دباضابطه مذاکراتو نه وړاندې ددواړو ملکونو دوفدونووزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات

Apr 11, 2026 - 17:55
 0  3
دايران اؤ امريکې ترمينځ دباضابطه مذاکراتو نه وړاندې ددواړو ملکونو دوفدونووزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات

 اسلام اباد( وحدت خبر) دايران اؤ امريکې ترمينځ دباضابطه مذاکراتو نه وړاندې ددواړو ملکونو  وفدونووزيراعظم شهبازشريف سره ملاقات کړے دے،

 وزيراعظم شهبازشريف سره دامريکې نائب صدر جے ډي وينس ملاقات کړے دے، ملاقات کښې دامريکې نائب صدر سره   خصوصي استازے سټيو وټکوف اؤ دامريکې دصدر زوم جيرډ کشنر هم موجود وو

وزيراعظم شهبازشريف سره  نائب وزيراعظم اؤ خارجه وزير اسحاق ډار اؤ د اخله وزير سينيټر  محسن نقوي ملګري وو

دوزيراعظم ددفتر نه جاري  بيان ترمخه   دواړو وفدونو تعميري انداز کښې دخبرو عزم څرګند کړے اؤ وزيراعظم اميد ظاهر کړے چې دا مذاکرات به په سيمه کښې دپائيداره امن لوري ته يو سنګ ميل ثابت شي.

وزيراعظم  دا خبره تکرار کړې چې په سيمه کښې دپائيداره اامن حصول لپاره ددواړو  فريقو پيش رفت کښې  دخپلې سهولت کارۍ جاري ساتلو خواهش لري.

بلخوا  دايراني وفد ارکانو هم وزيراعظم شهبازشريف سره ليدنه کړې ده.

ايراني وفد قيادت سپيکر باقر قاليبف کړے، په ملاقات کښې دايران خارجه وزير عباس عراقچي نه علاوه اعلي ايراني اؤ پاکستاني چارواکي هم موجود وو.

سرکاري ايراني ريډيو اؤ ويژن ادارې وئيلي دا ملاقات به دايران اؤ امريکې ترمينځ دمذاکراتو دتفصيلاتو ټاکلو لپاره اهم ثابت شي  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي