لاهور کښې دغيرت په نوم موراو لور ووژل شوې

May 3, 2025 - 14:54
May 3, 2025 - 15:34
 0  4
لاهور کښې دغيرت په نوم موراو لور ووژل شوې

 دپنجاب سرښار لاهور  دکاهنه تاڼې حدودو سوئے اسال کښې دغيرت په نوم دوه زنانه وژل شويدي.

دانګريزۍ دي نيوز  اخبار  درپورټ ترمخه  په ياده سيمه کښې مور او دهغې لور وژل شويدي، دپېښې  داطلاع په ترلاسه کيدو دلاهور ډي ائي جي اپريشنز فيصل کامران فوري نوټس اخستے اؤ دماډل ټاؤن ايس پي  اخلاق تارړ ئې دپېښې ځائے ته روان کړےدے.

دلاهور پوليس ترجمان  ترمخه  دغه جرم  دوژل شوو زنانه و خپلور زامنو او وروڼو علي حسن، علي زين او يوسف کړى دى، چاچې خپله مور او خور وژلي دي، دابتدائي تحقيقاتو  نه معلومه شوې ده چې  دواړه زنانه دوه مياشتې وړاندې دکوره وتلې وې  دکوم وروسته چې ايف ائي ار درج کړل شوے ؤ او تيره ورځ چې هغوي کور ته بيرته راستنې شوې نو  ملزمانو هغوي ووژلې.

 دپوليسو ټيمونه په سمدستي توګه دپېښې ځائے ته رسيدلي خو قاتلان تښتيدلي وو، دډي ائي جي اپريشنز په هدايت د ايس پي ماډل ټاؤن  په مشرۍ کښې خصوصي ټيم جوړ کړے شوے چې ملزمان ئې  په يوه ګينټه کښې دننه نيولي دي.

ډي ائي جي اپريشنز حکم کړے دے چې  مقدمه دې دپوليس دشکايت لاندې درج کړے شي چې دغه شان سخته قانوني کارروائي وکړے شي اؤ مثالي سزا باوري کړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي