پاکستان دهند نورې 48 ډرون الوتکې رانسکورې کړې، هند ته داربونو ډالرو زيان

May 9, 2025 - 13:32
 0  4
پاکستان دهند نورې 48 ډرون الوتکې رانسکورې کړې، هند ته داربونو ډالرو زيان

 دهند لخوا دجديدې اسرائيلي اؤ مختلفې ټيکنالوجۍ ډرونز نه ددراندازۍ سلسله په دويمه ورځ هم روانه ده، پاک فوج دسحر نه تراوسه نورې ٤٨ ډرون الوتکې رانسکورې کړيدي چې  له دې وروسته دتيرې ورځې راهسې درانسکورو کړے شوو ډرونز شمير ٧٧ ته رسيدلے دے، دامنيتي ذريعو وينا ده چې  په روانه اونۍ کښې هند ته دروند مالي نقصان اوښتے دے.

دډان نيوز ترمخه دهند لخوا الوځول شوې څلور جديد اسرائيلي هيروپ ډرونز داوکاړه کينټ علاقه کښې دابادۍ نه په لږه فاصله په فصلونو کښې رانسکورې کړے شويدي، کومه مرګ ژوبله پکښې نۀ ده اوښټې

 دامنيتي ذريعو وينا ده چې دپاک پوځ لخوا يو ډرون وهاړي، يو پاکپتن او څلور ډرونز په اوکاړه کښې تباه کړے شويدي.

 دذريعو وينا ده چې دډرونز تباهۍ سره هند ته داربونو ډالرو نقصان شوے دے اؤ اهداف ئې هم نۀ دي ترلاسه کړي، له دې وړاندې پاکستان  دهند درافيل طيارو پشمول پينځه جنګي جهازونه رانسکور کړي وو، ديوې طيارې  ماليت په کروړونو ډالر دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي