بونير اؤ بنو کښې وسله والو دوه پوليس اهلکار ووژل

پېښور: دخالي په ورځ پوليس چارواکو وئيلي دي چې  دخېبرپښتونخوا  په بونير او بنو ضلعو کښې دترهه ګرو په حمله کښې ديو پوليس افسر پشمول دوه پوليس اهلکار شهيدان شويدي.

May 3, 2025 - 11:17
May 3, 2025 - 11:39
 0  5
بونير اؤ بنو کښې وسله والو دوه پوليس اهلکار ووژل

پېښور: دخالي په ورځ پوليس چارواکو وئيلي دي چې  دخېبرپښتونخوا  په بونير او بنو ضلعو کښې دترهه ګرو په حمله کښې ديو پوليس افسر پشمول دوه پوليس اهلکار شهيدان شويدي.

 دبونير ضلعې علاقې ګلبانډۍ  پوليس سټيشن په حدودو کښې دپوليسو او ترهه ګرو ترمينځ  نښته شوې ده چې پکښې اے ايس ائي انور محمود شهيد شوے دے.

دپوليس چارواکو وينا ده چې ترهه ګرو  دشپې دتيارې نه په ګټې اخستو سره حمله کړې ده  او وروسته په تېښته کښې کامياب شويدي،  دحملې وروسته سيمې ته امنيتي اهلکار رسيدلي، ټوله علاقه ئې پخپله ګيره کښې اخستې اؤ دحمله کوونکو لټون ئې شروع کړے دے.

 دپوليس چارواکو وينا ده چې په حمله کښې ککړ عناصر به زر دقانون په ګرفت کښې راوستل شي.

بل لوري ته  په بنو کښې دترهه ګرو په ډزو ژوبل شوي  دسي ټي ډي پوليس اهلکار عمران په هسپتال کښې دزخمونو تاب نۀ دى راوړى او ساه ئې ورکړې ده.

دپوليس چارواکو ترمخه شهيد پوليس اهلکار دوه ورځې وړاندې دډوميل تاڼې حدودو کښې دترهه ګرو او سي ټي ډي اهلکارو ترمينځ دنښتې په دوران ژوبل شوے ؤ.

 په دې نښته :ښې تراوسه په مجموعي توګه څلور پوليس اهلکار شهيدان شويدي، دپوليسو وينا ده چې  ژوبل  اهلکار عمران  هسپتال ته منتقل کړے شوے ؤ، چرته چې هغه زيرعلاج ؤ اؤ ساه وروسته ئې ساه ورکړې ده.

بل اړخ ته  په لکي مروت کښې  په ګنډي چوک پوليس چوکۍ  نامعلومو ترهه ګرو حمله کړې ده چې له امله ئې يواولسي وګړے وژل شوے، يو نجي څوکيداري او يو پوليس اهلکار  هم په دې حمله کښې ژوبل شويدي چې په فوري توګه هسپتال ته منتقل کړل شويدي، په حمله کښې دپوليس چوکۍ مرکزي دروازې ته هم سخت زيان رسيدلى دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي