اسلام اباد يونائيټډ ته شکست، کوئټه ګليډي ايټرز په څلورم ځل پي ايس ايل فائنل ته ورسيدو

May 21, 2025 - 23:59
 0  0
اسلام اباد يونائيټډ ته شکست، کوئټه ګليډي ايټرز په څلورم ځل پي ايس ايل فائنل ته ورسيدو
Photo/PSL

 دپاکستان سپر ليګ( پي ايس ايل) لسم ايډيشنل  وړومبي کواليفائير  کښې  کوئيټه ګليډي ايټرز  دفاعي چيمپئن اسلام اباد يونائيټډ ته شکست ورکړے اؤ فائنل ته ئې لاسرسے ترلاسه کړے دےز

 دلاهور په قذافي سټيډيم کښې لوبول شوي دپي ايس ايل لسم وړومبي کوالفيائير کښې کوئټه ګليډي ايټرز په مقررو ٢٠و اوورنو کښې  دفهيم اشرف دجارحانه اننګز په سبب  دشپږو وکټو په نقصان ٢٠٩ رنز جوړ کړيدي.

 دهدف په تعاقب کښې دفاعي چيمپئن اسلام اباد يونائيټډ لخوا  دصاحبزاده  فرحان نه علاوه يو لوبغاړے هم په وکټ  تر زياته وخته نۀ دے ودريدلے  اؤ ټول ټيم په اخري اوور کښې په ١٧٩ رنز اوټ شوے دے.

 کوئټه ګليډي ايټرز په څلورم ځل دپي ايس ايل فائنل ته رسيدلے دےو په اخري ځل کوئټه ګليډي ايټرز د٢٠١٩م فائنل کښې  لائنل ته رسائي ترلاسه کړې وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي