بلوچستان کښې ټريفکي پېښه، ددوه زنانه و پشمول درې مړۀ
کيچ: د بلوچستان دکيچ ضلعې په بليده سيمه :ښې په يوه ټريفکي پېښه کښې ددوه زنانه و پشمول درې کسان مړه او ٧ نور ژوبل شويدي
دخالي په ورځ دليويز سرچينو ويلي دکيچ ضلعې په بليده علاقه کښې په تربت روډ دميسکين په مقام په شوې ټريفکي پېښه کښې درېکسان مړه شويدي چې پکښې يو ماشوم او دوه زنانه شامل دي، په پېښه کښې ژوبل شوي ٧ کسان نزدې هسپتال ته وړل شويدي چې پکښې څلور زنانه او درې سړي شامل دي.
دسرچينو وينا ده چې پېښه هاغه وخت وشوه کله چې يو ګاډے ، چې له بليده کوشک استوګن خلق ئې وړل، دبريک فيل کيدو وروسته دتيزرفتارۍ په سبب بې قابو شوے اؤ اوړيدلے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0