بلوچستان کښې دمسافرو په بس دوسله والو حمله،دښځو او ماشومانو پشمول شپږ ژوبل

May 3, 2025 - 11:27
May 3, 2025 - 11:29
 0  5
بلوچستان کښې  دمسافرو په بس دوسله والو حمله،دښځو او ماشومانو پشمول شپږ ژوبل

کوئټه:  دپوليس ذريعو وينا ده چې  دخالي په ورځ دبلوچستان په مستونګه ضلع کښې نامعلومو وسله والو دمسافرو په يو ګاډي ډزې کړيدي چې له امله ئې دښځو او ماشومانو پشمول شپږ کسان ژوبل شويدي.

 دپوليس ذريعو وينا ده چې  دغه پېښه دکهډ کوچه په مقام شوې ده، دمسافرو بس دکوئټې نه کراچۍ ته روان ؤ چې په لاره کښې پرې نامعلومو وسله والو ډزې وکړې، دپوليس چارواکو ترمخه په حمله کښې ژوبل شوي کسان  په سمدستي توګه نزدې هسپتال ته منتقل کړے شويدي.

دحملې وروسته سيمې ته امنيتي اهلکار اؤ پوليس رسيدلي، ټوله علاقه ئې پخپله ولقه کښې اخستې اؤ دحمله کوونکو لټون ئې شروع کړے دے.

  په دې وروستيو کښې  په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې دتشدد په پېښو کښې   اضافه راغلې ده، په بلوچستان کښې دتشدد دزياترو پېښو ذمه واري بلوڅ بيلتون خوښې ډلې مني

تر دې مهاله کومې ډلې ددې حملې ذمه واري نۀ ده منلې.

  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي