هند ته دجواب ورکولو لپاره 200 فيصده تيار يو، ددفاع وزير

May 9, 2025 - 13:23
 0  2
هند   ته دجواب ورکولو لپاره 200 فيصده تيار يو، ددفاع وزير
Defence Minister Khawaja Asif addresses the ‘Summit of the Future’ in the General Assembly Hall of the United Nations Headquarters in New York City, US on Sept 23, 2024. — Reuters

 ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي پاکستان به کوم بهرني دباؤ نۀ قبلوي، پخپلې جوابي کارروايۍ کښې به  دهند  اولسي ابادي نۀ په نخښه کوي، مونږ به صرف په فوجي تنصيباتو حمله کوو، قوم دې مطمئين اوسي، دجواب ورکولو لپاره ٢٠٠ فيصده تيار يو

په قومي اسمبلۍ کښې دوينا په وخت  خواجه اصف ووئيل چې په بهارتي ميډيا کښې ددروغو سيلاب راغلے دے، هند چې څنګه دذلت سره مخ شو، هغوي ته خپل اولس مطمئين کول دي، هند خپل اولس ته دا خو نۀ شي وئيلے چې په هر ځائے کښې مونږ وهل خوړلي دي.

 خواجه اصف ووئيل چې  دپاکستان او هند ترمينځ لا اوس صورتحال  دمعمول له مخې نۀ ښکاري، ددفاع وزير ووئيل چې ملګري ملکونه پاکستان سره په کلکه ولاړ دي، ترکيې او اذربائيجان دپاکستان ملاتړ  کړے دے، دهند نزدې ملګري هم دهغوي ملګرتيا نۀ کوي، پاک فوج په کنټرول لائن اؤ سرحد  ددشمن سخته مقابله کوي، بهارتي ډرون حملې زمونږ داهمو مقاماتو دپتې لګولو لپاره شوې وې.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي