عمران خان دې په ذاتي حېثيت کښې پيش کړے شي،دلاهورمقامي عدالت

Jul 10, 2025 - 09:28
 0  0
عمران خان دې په ذاتي حېثيت کښې پيش کړے شي،دلاهورمقامي عدالت

دلاهور مقامي عدالت دپاکستان تحريک انصاف دباني او پخواني وزيراعظم عمران خان په ذاتي حېثيت کښې دپيش کولو حکم کړے دے.

 دپي ټي ائي دباني  دلاهورعلاقې ماډل ټاؤن :ښې دکورنه بهر په اسلام اباد پوليس دحملې په کيس کښې جوډيشل مجسټريټ  دعمران خان په ذاتي حېثيت کښې دپيش کولو حکم کړے دے.

 جوډيشل مجسټريټ په حکمنامه کښې وئيلي دي چې دجيل چارواکي دې دپي ټي ائي باني تر ٢٢مې جولائي په ذاتي حېثيت کښې پيش کړي.

جوډيشل مجسټريټ کينټ سهيل رفيق دسپرنټډنټ کيمپ جيل  په نوم دطلبۍ حکمنامه جاري کړې ده چې پکښې وئيل شويدي چې  دکيس  پيروۍ لپاره دې اډياله جيل کښې قيد دپي ټي ائي باني په ذاتي حيثيت کښې پيش کړے شي.

داسلام اباد پوليسو دپي ټي ائي دباني خلاف په ريس کورس تاڼه کښې مقدمه درج کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي